د هلمند د سولې غوښتونکو کاروان کابل ته را ورسيد

comments 0

48 Views

هندوکش ـ کابل:  ۳۸ ورځې مخکې په هلمند کې د طالبانو تر يو وحشيآنه بريد وروسته له جګړې او وحشت ستړو ځوانانو پلی مزل پيل کړ او دا مزل د روژې دمبارکې مياشتې په لړ کې ددې هیواد له ډيرو سیمو راتیر شو او د اختر په څلورمه ورځ کابل ته را ورسيدل.

په کابل کې دې ځوانانو چې رسنۍ ورغلې وې او ولسونو يي تودهرکلی وکړ په سرو سترګو د ژړا پر مهال وویل:« نور دخپلو بچو له لاسونو او پښو راټولولو ستړي يو، نور د خپل تعلیم یافته نسل له وژلو ستړي يو راشئ سوله وکړئ.»

د د « ژوند چې مو بدرنګ دی، جنګ دی جنګ دی» نارې هم وهي پر طالب ترهګرو غږ کوي چې افغان وژنه ودري.،.

بلخوا کابل ته ددوی تر را رسیدو مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ددې ځوانانو د تڼاکو پښو او ستړو په خاطر لس ورځې نور هم اوربند وغځاوو او د دوی د هڅو د ستاينې په لړ کې يي وویل چې حتی د سر په بیه هم تيار دی چې په دې وطن کې سوله راشي.

بلخوا د حکومت دا وړاندیز او تحمل د ولس، نړۍ والې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري هم ستايل شوی دی.

ملګرو ملتونو ويلي دي چې  حکومت په دې اوربند سره ثابته کړه چې نور به طالبان د زور له لارې افغان خاوره خپله نشي کړای.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو کې هم د « اوربندتمدید غواړو» کمپاين پيل شوی دی،

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments