د هلمند جګړې ټپیان شوي طالبان د کوېټې روغتون ته وړل شوي

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: یو سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش پرېس اژانس ته وویل، چې د هلمند جګړې ټول ټپیان شوي وسلوال طالبان د کوېټې ۸ روغتونونو راوړل شوي دي.
سرچېنه وايي، چې ټپیان شوي طالبان د هلمند جګړې نه کوېټې ته راوړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د روانې اوونۍ له پایله د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار پر شاوخوا او همداراز پر نادعلي او ناوه ولسوالیو سختې حملې پیل کړې وې چې اوس وسلوال طالبان له یادې سیمې په شا تمبول شوي دي.
سرچینه زیاته کړه، د دې ښار روغتونونو ته تل هغه طالبان راوړل کېږي چې د افغانستان په جګړو کې ټپيان کېږي، خو په وروستیو ورځو کې ورته بې‌ شمېره ټپیان راوړل شوي دي.
دادا وزیري

Comments