د هلمند او کندهار جګړې لپاره د وسلوالو طالبانو رهبري کوونکی قوماندان ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ هلمند: ملي دفاع وزرات وايي، هغه طالب قوماندان په یوه هوايي برید کې وژل شوی، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.
دفاع وزارت نن یکشنبې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب قوماندان ملا احمد نومېږي.
خبرپاڼه وايي، ملا احمد چې د طالبانو د لایزري قطعې یو تن قوماندان و دوه ورځې وړاندې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواب په برید کې ټپي شوی وو.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې ملا احمد تېره ورځ د سختو ټپونو له امله وژل شوی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا احمد د طالبانو هغه مشهور قوماندان و، چې په کندهار او هلمند کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کندهار او هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی، چې هره ورځ وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.
عبدالله اڅکزی

Comments