د هغې مېرمنې سرنوشت چې ځانمرګي برید ته یې نه وویل

comments 0

هندوکش-جوزجان: ۲۳ کلنه شافعه جوزجان کې هغه مهال ووژل شوه چې د ځانمړګي برید کولو نه یې ډده وکړه! د جوزجان امنیه قوماندانې قوماندان وایې چې:
«دغه میرمن څه موده وړاندې دخپل خاوند لخوا چې د داعش ډلې غړیتوب یې درلود د ځانمړګي عمل په موخه وهڅول شوه، چې نوموړي دغه وړاندیز رد او ځان یې افغان امنیتې ځواکونو ته وسپاره.
«نومومړې دا مهال له خپل خوریږ روح الله نومې سره چې د داعش ډلې غړیتوب یې درلود ژوند کاوه. د جوزجان امنیت قومانداني مسول وایي چې:«ګمان مو دا دې چې خدای بښلې شافعه د ځانمرګي وړاندیز رد کړی وو چې د روح الله په وسیله په شهادت رسیدلې ده».
د دې پیښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
دا پداسې حال کې دې چې داعش تر دې مخکې زابل ولایت کې هم د دریو ښځو او یوې نهه کلنې نجلۍ سرونه غوڅ کړي وو.
.نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply