د هرات_کندهار په لویه لاره د ټرافیکې پېښې له امله پنځو تنو ژوند بایلود

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې پرون سهار څلور بجې د هرات_کندهار په لویه لاره ټرافیکې پېښه رامنځ ته شوې او له کبله یې ۵ تنو ژوند بایللی دی.
د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، یاده پېښه پرون سهار څلور بجې د هرات_کندهار په لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ښاغلی فرهاد دغه راز وايي، پېښه د دوو موټرو د زیات سرعت له کبله رامنځ ته شوې چې له امله یې ۵ تنو ژوند بایللی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
خو د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر رفیق شیرزی بیا د دې پېښې پر تائید سربېره وايي، چې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د ښاغلي شیرزي په خبره ټپیانو کې د دریو ماشومانو په ګډون شپږ مېرمنې هم شاملې دي. د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند دغه راز زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه نارینه او دوه تنه یې هم مېرمني دي.
دا په داسې حال کې ده چې دې ورستیو کې د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه د ټرافیکي پېښو د ډيروالي راپورونه ورکول کیږي چې تر ډېره یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کیږي.
امیرحسین سلجوقي

Comments