کندهار کې د طالبانو ماین ۲ بې ګناه ملکي کسان ووژل

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات امینتي چاوراکي وايي، چې د کندهار او هرات په عامه لار د وسلوالو طالبانو خښ شوي ماین ۲ ملکیان ووژل.
چارواکي وايي، چې داپېښه تېره شپه ناوخته د دې لایت په زاول ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هرات د عامې روغتیا رییس محمد رفیق شېرزي وویل، چې په دې پېښه کې یولس نور ملکيان ټپيان شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون د هلمند پر لویه لار پر یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر باندي د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۶ مسافر وژل شوي او ۱۰ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
په دې ورستیو کې طالبانو د سړک غاړې ماینونو خښول زیات کړي او مرګ ژوبله یې هم ملکي وګړو ته اوړي، تر دې وړاندې هم د طالبانو ځای پر ځاي شوي ماینونه پر ملکي کسانو چاودیدلي دي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی اخیستی.
امیرحسین سلجوقي

Comments