د هرات ولایت ګمرک عواید ۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلی

comments 0

د هرات ولایت د ګمرک عواید د مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلی.
هندوکش ــ هرات: د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي وایې، ټاکل شوی هدف زیاد و، خو د کرونا ویروس له کبله چې په سوداګریزو چارو کې یې خنډونه رامنځته کړل هغه هدف ته ونه‌رسېدو.
هغه زیاته کړه: “سږ کال زموږ هدف له ۳ میلیاردو افغانیو څخه زیات و، خو له بده مرغه موږ له یو خطرناک مرض سره مخ شو چې زموږ واردات‌یې راکم کړه، زموږ پولې تر یوې مودې پورې تړلې وې هغه هدف مو چې ټاکلی و ورته ونه‌رسېدو.”
ښاغلی مسجدي وايي، تېره اوونۍ یې د هرات ولایت د ګمرکو څخه له ۱۳۷ میلیونو زیات عواید ترلاسه کړي چې دغه رقم د ملاحظې وړ دی.
د مالیې وزارت وايي، په دې ګمرک کې له اصلاحاتو وروسته اوس تمه کېږي چې له ګمرک څخه د تېر کال په پرتله څو برابره زیات عواید ترلاسه شي.
د افغانستان ډېری وارداتي توکي له ایران، قزاقستان او ترکمنستان څخه د هرات له لارې افغانستان ته واردېږي.
امیر حسین سلجوقي

Comments