د هرات ولایت اوسیدونکو د جمهوریت په ملاتړ سوله ییزلاریون ترسره کړ

comments 0

په هرات ولایت کې سلګونو قومي مخورو،ځوانانو،مدني فعالانو، میرمنو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوه سوله یز لاریون په ترڅ کې د جمهوریت د بقا او په هېواد کې د پایدارې سولې غوښتنه وکړه.
د یاد لاریون ګډونوالو د جمهوري نظام د پایښت او دوام غوښتنه وکړه او د موقت حکومت غوښتونکي یې په سختو ټکو سره وغندل.
د لاریون برخه والو د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي څخه په جدي ډول غوښتنه وکړه ، چې جمهوریت د افغانستان ملت لپاره سره کرښه او په هیڅ ډول د معاملې وړ نه ده.
دوی همدا راز د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړاو په طاالبانو یې غږ وکړ، چې د جګړې پرځای سوله وکړئ.
امیرحسین سلجوقي

Comments