د هرات مېرمنو له عبدالله وغوښتل چې د ښځو ونډه ډېره شي

comments 0

د هرات ولایت د مېرمنو استازو له عبدالله عبدالله وغوښتل چې په دې ولایت کې په حکومتي چارو کې دې د ښځو ونډه زیاته کړای شي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د 3 شنبې په ورځ هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ښځو له شورا، ټولنو او ښځينه سوداګرو سره په یوه غونډه کې ولیدل او د هغوی پر ستونزو‎ یې خبرې وکړې.
اجرائیه ریاست په یوې خبرپاڼې کې وايي چې د هرات د مېرمنو استازو له اجرائیه رئیس وغوښتل چې د دې ولایت په ادارو کې دې د ښځینه ښوونکو او ډاکترانو شمېر زیات شي.
همدا راز دهرات ولایت د ښځو استازی غوښتنه وکړه چي د مور او ماشوم د صحت په برخه کې شوي اقدامات کفایت نه کوي او اړتیا ده چي په دې برخه کي نور عملي ګامونه هم پورته شي.
همداراز د دی ولایت ښځینه سوداګرو له حکومته وغوښتل چي د مېرمنو لپاره د سوداګرېزو خونو د ایجاد او د کوچنیو او منځنیو قرضونو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.
د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخی، ښاغلي عبدالله ژمنه وکړه چې د هرات د مېرمنو د ټولنو د استازو پر غوښتنو به د حکومت د امکاناتو په چوکاټ کې غور وکړي، په ځانګړي توګه په ښونځیو او پوهنتونونو کې د دوی د پراخ ګډون په اړه او همدا رنګه د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې به سیمه‎ییزه او ملي اداره په جدی توګه توجه وکړي.

Comments

Leave a Reply