د هدفي وژنو په ترڅ کې یو ځل بیا د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان یو بل کس وژلی

comments 0

هندوکش ـ شمالي وزیرستان: د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي خبر ورکوي چې د هدفي وژنو روانې لړۍ په ترڅ کې تازه د دې سيمې يو بل اوسېدونکی هم د پاکستان حکومت له لوري وژل شوی دی.
د دوی په خبره دا پېښه د چهارشنبه د شمالي وزيرستان په همځونۍ سيمه کې رامنځته شوې ده او زياتوي چې وسلوال بريدګر د ياد کس له وژلو وروسته روغ سلامت ستانه شوي دي.
د شمالي وزيرستان اوسېدونکو د دې تازه پېښې په غبرګون بيا د پاکستان حکومت خلاف اعتراض پيل کړی او د تازه وژل شوي کس لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
دا په روان کال کې د هدف وژنو ۴۵مه پېښه ده چې په شمالي وزيرستان کې د نامالومو وسلوالو له لوري ترسره کېږي.
خو دغلته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مدني فعالان د هدفي وژنو په دې پېښو کې د پاکستان پوځ او استخبارات دخيل بولي او زياتوي چې دا چاره د يادو بنسټونو له لوري په سيستماتيک ډول دوام لري.
دوی تل ټينګار کړی چې د پاکستان حکومت دې په قبايلي سيمو کې هدفي وژنې ودروي او د ورکو شويو کسانو په اړه دې د دوی کورنيو ته وضاحت ورکړي.
دادان وزیري

Comments