د هبت الله د زوی پر ځانمرګي د کابل ميشتو طالبانو خوشالي (خواصلي کيسه څه ده؟):عزت الله مجروح

comments 0

تروریزم او افراطيت که هرڅومره ښه کار وي ولې له انساني پلوه  له دې ډلو سره هر ډول اړيکې لرل او يا ورسره زړه سوی کول يو ډول نه يو ډول پر انسانيت ملنډې دي، که څه هم د افراطيت شاه لید اسلامي نه بلکه مطلق کفري دی او تر ټولو ډير ظلمونه او افراط تل کفارو کړی دی ولې په وروستیو کې د دين په نوم را پيدا شویو څو ډلو دا ښکارنده کټ مټ په هغه کفري  شکل اسلامي ټولنو ته هم را لیږدولې.

راځم د هبت الله د زوی د ځانمرګي برید کولو او يا نه کولو ته، خو ددې لپاره چې په کیسه سره پوی شو او په سر مو سره خلاص شي په لومړي سر کې به دا درته په روښانه ډول ووايم چې دا بريد  نه د هبت الله زوی کړی او نه به چیرته هم د طالبانو مشران او يا کورنۍ يي ځانمرګي بريدونه وکړي ځکه د آی اس آی ډيرې نامکمله پروژې لا پاتې دي چې د دوی بچيان يي باید بشپړې کړي که د ځانمرګو خبره دومره جدي وی د ملاعمر په مېنه باید داسې خر رغښتی وی لکه څنګه چې د هبت الله ډلې په زابل کې د مولوي دادالله پر کورنۍ ورغاړوو او آیل وار يي تباه کړل، او بیا که احيانا کړی يي هم وي نو تاسو باید سل په سلو په دې باوري شی چې دوی په استخباراتي ناولې، نامقدسه، مرداره او کرغيړنه جګړه کې يوازې ځان او فکر نه بلکه خپله کورنۍ او بچيان هم بايللي دي چې دا ډيره د تاسف وړ خبره ده.

بله مهمه خبره داده چې هره ترهګره ډله او مشران يي مبهم ژوند لري که طالبان درې زره ويډيوګانې هم خپرې کړي د هبت الله زوی، لور او میرمن هیڅ افغان نه ده لیدلې او دا به د داسې يوې ډلې له ادرسه چې درې کاله مخکې يي مشر وژل شوی وو او دوی همدومره موده د هغه په نوم پيغامونه خپرول د منلو نه وي خو خیر راځئ ويي ومنو.

د هبت الله زوی به ولې ځانمرګی برید کړی وي؟

طالبان له کله چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر کم شوی دی د جګړې د مشروعيت له ستونزې سره مخ ووخو بيا هم د افغانستان د شته ټولنې د بې سوادۍ له امله دوی کولای شوای په افسانو هم خلک وغولوي او خپله تپل شوې ناولې جګړه مشروع وښيي خو کله چې دې ډلې په هغه مدرسه کې چیرته چې د دوی لسګونو مشران ترې فارغ شوي د پاکستان د استخباراتي اداري او مولانا سميع الحق په مخ کې له روسانو سره د نيابتي جګړې د پر مخ بیولو تړون لاسلیک کړ، په زاهدان کې يي دفتر پرانيست،روسيي ته د هبت الله او سراج الدين حقاني په ګډون مشران لاړل او راغلل نو ولس ته د ډيرو نورو ناځوابه پوښتنو ترڅنګ څو نورې پوښتنې هم را پيدا شوې چې:« څنګه هغه ډله چې پرون يي ددې ډلې پر ضد خلک جهاد ته هڅول، يو نيم میليون افغانان يي په روسانو په شهادت ورسول او لا هم په خبرپاڼو کې د روسانو د ماتې امتیاز خپل بولی کولای شي بیرته  د کمونیزم د ماتې خوړلې او تباهکارې پروژې يوه برخه شي؟څنګه يي ومنو چې د جلال الدين حقاني په کورنۍ کې دې داسې يو کس را پیدا شي چې د خپل پلار پرونی دښمن نن دوست کړي او بیا ځان ته د مسلمان، افغان او مجاهد خطاب هم وکړي؟څنګه يي ومنو چې له امريکې سره له نړۍ والو اصولو سره سم مشروع اړيکې طالبان نامشروع بولي خوپه پټه په حقانيه مدرسه کې له روسانو سره يوازې او یوازې د افغانستان د تباهۍ تړون مشروع دی.»

دې پوښتنو د طالبانو د شرمونکې جګړې مشروعيت په تمامه مانا ترې واخيست که څه هم کابل ميشتو مبلغینو يي لکه نظرمحمد مطمین، قاضي حسن حقيار، دادمحمدناوک، خوشال دراني، فيض محمد ځلاند، وحيد مژده،عبدالسلام ضعيف او….ددې اړيکو د مشروعيت لپاره ډيرې هڅې وکړې ولې افغان ولس ته د يو نيم میليون انسانانو له قاتلې روسيي سره د طالبانو هوکړه هيڅکله نه اسلامي کیدای شوای نه افغاني.

بله پوښتنه چې تل په ټولنیزو پاڼو کې ډيره زیاته مطرح کيږي هغه داده :دا طالبان چې پردي زامن ځانمرګو ته هڅوي ولې دوی په خپله ځانمرګي بریدونه نه کوي؟ نو ای اس ای د همدې لپاره شونې ده هبت الله اړويستی وي ځکه هبت الله يو ازاد او په خپل وطن کې په خپلو مټو د يوې ترهګرې ډلې مشر نه دی بلکه په يو غلام هیواد کې د يوې غلامې ډلې مشر دی او هلته يي د کور امنيت، معاش او د بچو لپاره د ژوند امکانات پاکستان برابر کړي دي، کله چې يو څوک دومره د يو هیواد تر اغیز لاندې وي زوی څه ډاريږم له خپلو ناموسونو تیر نه شي.

بله خبره داده چې اوس هر افغان دا خبره تاييدوي چې طالبان يوه دروغجنه او فريبکاره ډله ده ځکه دوی چې کله درې کاله د ملاعمر مرګ پټ کړ او تر نن پورې يي ولس له اصلي رازه خبر نه شو ددې کار ثابتول به طالبانو ته ډير سخت وي چې وژل شوی ځانمرګی د هبت الله رښتيا زوی ثابت کړي.

خو فرض يي کړئ ځانمرګی د هبت الله زوی وو بیا هم زما برنۍ خبره ده چې دا برید به ياد کس د يو مجبوريت له مخې کړی وي ځکه د هبت الله زوی په افغانستان کې د افغان ولس د ابادۍ او هوساينې لپاره نه بلکه ددې وطن د تباهۍ او بربادۍ لپاره هغه لار تعقیب کړه چې تر ده مخکې يي پلار او تر هغه مخکې نورو طالب مشرانو تعقیب کړې وه چې پايله يي همدې ډلې ته تاریخي ذلت او شرم دی.

د هبت الله زوی افغانستان ته د سړک د ډيزاين، د اوبود مدیريت ، فقر د له منځه وړو او يا کوم روغتيايي مرکز او مدرسې د تاسيس په خاطر نه وو راغلی بلکه ددې وطن د تباهۍ لپاره يي د يوې وحشي پروژې د پر مخ بیولو په لړ کې مردار او غلام ژوند هم په ځانمرګي بريد سره پای ته ورساوو.

د هبت الله د زوی پر ځواني تاسف په کار دی ځکه دا خوار په ډير مظلوميت له وطنه لرې په پردۍ روحيه روزل شوی وو که څه هم هر ځوان د ښه ژوند لپاره ارمان لري ولې د پاکستان په کوڅو کې د ای اس آی په معاشونورا لوی شوی ځوان د هوسا ژوند نه بلکه د وحشت ارماني وي او د پلار د وحشتونو ناولې لارې يي زلمکی زوی ترې واخيست.

پاتې شوه دا چې کابل ميشتي طالبان دا کار تاریخي شاهکار او سرښندنه بولي نو دوی ته باید وویل چې نه د طالب مبارزه کوم شهکار دی او نه يي په پاکستان کې د افغانستان لپاره د تباهۍ په خاطر ژوند او ند، د طالب هر کار د يو  فقیر، برباد او غلام افغانستان لپاره هڅه ده، شهکار به مې هغه وخت منلی وی چې د هبت الله زوی تر ګرشکه په راولپنډۍ، کراچۍ، اسلام اباد او يا لاهور کې چيرته ځان الوزولی وی په خوار افغانستان کې د هبت الله زوی ته ځکه اړتيا نشته چې دلته لاهم ځينې ساده ګان شته چې د پردو لپاره خپل وطن کنډواله کړي.

په هر حال هرڅه چې وو د هبت الله د زوی ځانمرګی کول که استخباراتي افسانه او د يا د وحشتونو د مشروعيت لپاره ناکامه هڅه يا بل شی وه ولې دا باید ومنو چې د هبت الله په څير پلار ته په خپله کورنۍ دومره جبر نه يوازې افغانستان بلکه ټولنیز ژوند، د اولاد او پلار تر منځ د عاطفي او زړه سوي اړيکې ته هغه تاريخي توهین دی چې ساری يي نشته.

هبت الله به د خپلې بقا لپاره دا کار کړی وي خو ډاډه يم چې  د هبت الله میرمنې به د خپل بچي ټوټه کيدل نه وي زغملي او که دا کار رښتيا شوی وي خدای خبر په پشين او کراچۍ کې به د هبت الله په کور کې څه د ویر ټغر اوار وي.

نور نو:

چې بدګرځي بد به پرځي!

د هبت الله له زويه د خیر او له هبت الله د انسانيت تمه مه کوئ خو خوشالي ځکه پرې کار ده چې د غلام طالب دې الله نوره نطفه لا نه پاتې کوی ځکه چې د دوی د پاتې شونو ژوند هم ګران افغانستان ته په بل وخت کې سرخوږی زیږولی شي.

Comments

Leave a Reply