د هاوان مرمۍ ۵ ماشومان ټپيان کړي

comments 0

هندوکش – ارزگان: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې تېر ماښام د هاوان ناچاودې مرمۍ په ماشومانو چاودنه کړې چې پنځه ماشومان پکې ټپیان شوي دي.
د ماشومانو یوخپلوان نعمت الله وايي، ماشومانو د اختر کلي په یوه ویاله کې د هاوان ناچاوده مرمۍ موندلې او لوبې یې پرې کولې چې چاودنه یې کړې.
د ارزګان د ملکي روغتون مشر ډاکټر امین توخي وایي، له چورې ولسوالۍ ورته دوه ټپي ماشومان وروړل شوي شوي چې ټپونه یې ژور دي او وضعیت یې د انديښنې وړ دی.
د ارزګان د ولایتي شورا د غړي حیات الله فضلي د مالوماتو له مخې په چاودنه کې ۷ ماشومان ټپيان شوي دي.
ویل کیږي د هاوان دا ناچاوده مرمۍ له طالبانو پاتې شوې وه.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply