د نیوزیلانډ پیښې تورن کس محکمې ته وړاندې شوی

comments 0

هندوکش – نیوزیلند: هغه تورن کس چې ویل کېږي پرون یې په نیوزیلانډ کې پر دوو جوماتونو برید کې لاس لرل نن محکمې ته وړاندې کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌ مخې، ۲۸ کلن استرالیایي برنټن ټورنټ د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کې په النور جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کونکو برید کې چې ۴۹ تنه یې ووژل او ۲۰ تنه یې ټپيان کړل اصلي مشکوک ګڼل شوی دی.
پولیسو ویلي چې نوموړی به تر څېړنو وروسته په ساوته اسینډ ښار کې ایالتي محکمې ته وړاندي شي.
د راپورونو له ‌مخې برید کوونکي برنټن ټورنټ د وسلو د یو سیمه ییز کلب غړیتوب درلود او د بېلابېلو وسلو استعمال یې زده کړی و. داسې هم ویل کېږي چې نوموړي د بېلابېلو هېوادونو ترڅنګ پاکستان ته هم سفرونه کړي و او په ټولنیزو رسنیو کې پاکستان ته د خپل سفر صفتونه کړي و.
محمد امان دوران

Comments