د نیمروز اوسیدونکي وایي، طالبان دې د تاوتریخوالي پرځای سوله او اوربند وکړي

comments 0

هندوکش ـ نیمروز: په نیمروز ولایت کې قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د جګړې په ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ،د تاوتریخوالي د دوام پرځای سوله او اوربند وکړئ.
دوی په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې په هېواد کې د سولې ملي پروسې په تړاو رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلئ او جګړه ودروئ.
د یاد لاریون ګډونوال زیاتوي، چې په هېواد کې د وسلوالو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سولې ملي پروسه کې خنډونه رامنځته کړي او له ګواښ سره یې مخ کړي.
امیرحسین سلجوقي

Comments