د نوي کال لومړۍ ورځ او جشنونه

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: نن چهارشنبه د دیارلس سوه اوه نویم لمریز کال لومړۍ ورځ ده.
په همدې مناسبت ټول هېواد کې رسمي رخصتي ده او خلک دودیزو میلو ته چمتووالی نیسي.
د کابل او بلخ تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خلک میلو ته وتلي او پسرلۍ او نوی کال نمانځي.
کابل او نورو ښارونو کې د نوي کال او پسرلي لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، زیات پولیس یې د نوي کال د جشن لپاره ګمارلي چې خلک په ارام زړه میلې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments