د نوم لیکنې په پروسه نیوکې

comments 0

88 Views

هندوکش – غزني: د غزني قومي مشرانو د ټاکنو سیمه ییز دفتر مخې ته د اعتراض په ډول خېمې ووهلې.
قومي مشران ګواښ کوي، که ټاکنې حوزوي نه شي او دغه ولایت کې له پښتنو سره دوه ګونی چلند ختم نه شي، ټاکنو کې ګډون نه کوي.
اعتراض کوونکي د غزني ټاکنو کمېسیون کې د بنسټیزو تغییراتو غوښتنه کړې ده.
له دې سره ارزګان کې بیا خلک وايي، له اوسنیو ستونزو د وتلو یواځینۍ لار شفافې ټاکنې دي او باید خلک د ښه راتلونکي لپاره پکې ګډون وکړي.
هلته ورځ تر بلي خلک زیات لیواله کیږي چې ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه.
سیمه ییزو چارواکو هم خلکو ته ډاډ ورکړوی چې د ټاکنو د رای ورکوونې مرکزونو امنیت يې خوندي کړی دی.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments