د نوم لیکنې بهیر ولسمشر و ارزو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل:ارګ کې د رای ورکوونکو د نوم لېکنې بهیر د څرنګوالي په اړه نن له  غرمې مخکې غونډه وشوه.

د ولسمشر په مشرۍ دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال، اجرایه رییس، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشراو غړو سربیره یو شمیر وزیرانو د مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو او استازو برخه درلوده.

ولسمشر  د رای ورکونې د چټک بهیر لپاره له نورو چارواکو او د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره لیدنه او دې بهیر په چټک توب یې ټینګارکړیدی.

غونډه کې په دې پریکړه وشوه چې حکومت سربېره دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، دیني عالمان، مدني ټولنه او د ښځو شبکې دې په همغږۍ د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو په کچه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکتیا په خاطرد خلکو پوهاوی زیات کړي.

Share this page to Telegram

Comments