د نوماندانو دوه ګونی تابعیت څېړل کیږي

comments 0

هندوکش _ کابل:ټاکنو کمېسیون کابل کې له سفارتونو غوښتي چې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د دوه ګوني تابعیت په اړه مالومات ورکړي.
ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اسنادو پر څېړلو او ارزونې بوخت دی.
ټاکنو کمېسیون خبر ورکړی، هغه نوماندان چې د بل هېواد تابعیت ولري، د احتمالي نوماندانو له نوم لړ به وایستل شي.
د قانون له مخې، ټاکنو کمېسیون دوه اوونۍ وخت لري چې ولسمشریزو ټاکنو ته د دغو ۱۸ نوماندانو اسناد وڅېړي.
عبید رادپور

Comments