د نورستان لپاره امنیه قومندان معرفي شو

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت وايي، د نورستان ولایت نوی امنیه قوماندان د یاد ولایت اوسیدونکو، ولایتي ادارې او د امنیه قوماندانۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي چې د نورستان ولایت لپاره نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان سمونوال سید عباس سادات د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت مرستیال مل پاسوال شاه ولي صافي له لورې د یاد ولایت اوسیدنکو، د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ منسوبینو ته ورپېژندل شو.
اعلامیه لیکي چې د نورستان ولایت نوي امنیه قوماندان د پېژندنې پرمهال د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت مرستیال په دندو کې ټاکنې او بدلونونه د کورنیو چارو وزارت اساسي لومړیتوبونه وبلل او له نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان څخه یې وغوښتل چې په پوره صداقت، ایماندارۍ او ژمنتیا سره دې د نورستان ولایت ولسونو ته د زړه له تله خدمت وکړي.
وروسته د نورستان ولایت نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان سیدعباس سادات ډاډ څرګند کړی چې د ولسونو د خوندي امنیت، د اداري فساد پروړاندې د جدي مبارزې، د قانون ټینګښت او حساب ورکونې اصل ته په پوره پاملرنې سره له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډده ونه کړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments