د ننګرهار چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار:د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له کبله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمه ييز چارواکي وايي، چاودنه نن سهار مهال د يادې ولسوالۍ اړوند د چمتلې په سيمه کې په يوه دکان کې رامنځته شوې ده.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په پېښه کې يو تن وژل شوی او درې تنه نور سخت ټپيان دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments