د ننګرهار پچیرګام ولسوالۍ کې ۱۸ کلي له طالبانو پاک شول

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ اړوند چاڼیز عملیات تر سره کړل.
خبرپاڼه وايي، چې په ترڅ کې طالبانو د ۲ مهمو قوماندانانو «مولوي ریاض مشهور په حقاني» او «لطف الرحمن مشهور په طوفان» په ګډون، ۲۳ ترهګر ووژل شول او ۱۷ تنه ټپیان شول.
خبرپاڼ زیاتوي، همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول، ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.
فرهاد شهراني

Comments