د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د ښارګوټی پلان لاسلیک شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار پوهنتون استادانو لپاره د منظور شوي ارواښاد استاد قیام الدین خادم ښارګوټي اصلاحي او تفصیلي پلان د يوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
دغه غونډه، چې د ملي شورا مقام کې جوړه شوې وه په کې د ملي شورا رئيس فضل هادي مسليمار سربیره د ښار جوړونې او لوړو زده کړو وزیرانو، د ننګرهار پوهنتون یو شمېر استادانو او نورو ګډون کړی و.
د دغه غونډې پر مهال د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلميار مسئولينو ته په ننګرهار ولايت کې د زيربناو، اوبو رسولو، برېښنا او کاناليزاسيون د عملې چارو پيل کېدو سپارښتنه وکړه.
نوموړي د ښار جوړونې وزير او ننګرهار پوهنتون له مسئولينو يې مننه وکړه، چې د پوهنتون استادانو ښارګوټی يې د پخواني سناتور، د قلم او علم خاوند او اکاډمیکې څیرې ارواښاد قیام الدین خادم په نوم نومولی دی.
ده د ننګرهار پوهنتون استادانو او ودانۍ ستونزې د لوړو زده کړو سرپرست وزير سره شریکې کړې او ورته يې لارښوونه وکړه، چې د يادو ستونزو په حل کې لازم اجرات تر سره کړي.
مسئولينو د مشرانو جرګې رئیس ته د ننګرهار پوهنتون استادانو ښارګوټي او د ننګرهار پوهنتون د ودانيو د ستونزو حل په موخه ډاډ څرګند کړ.
دوی دغه راز د ننګرهار پوهنتون استادانو لپاره د منظور شوي ښارګوټي اصلاحي او تفصیلي پلان لاسلیک کړ، چې ډېر ژر به په کې عملي چارې پيل شي. په دغه غونډه کې د ارواښاد استا خادم منظوم او منثور کلیات چې د استاد لعل پاچا آزمون له لوري ورته چاپي بڼه ورکړل شوې وه مخ کتنه یې وشوه. په دغه غونډه کې د مشرانو جرګې رئیس له لوري د ښار جوړونې او لوړو زده کړو وزيرانو ته د غوره خدمتونو تر سره کولو له امله د مجلس دوه نښانونه ډالۍ شول.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply