د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دفاعې امنيتي ملي ځواکونو پوځي عملیات تر سره کول

comments 0

هندوکش ـ کابل:دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه وايي،چې د جمعې په ورځ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د هېواد ملي امنیتي ځواکونو خپل نظامي عملیات تر سره کړل.
په تر سره شویو پوځي عملیاتو کې پیاده، کومانډو،ضربتي، پوله ساتونکي او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو سپکو او درنو وسلو وړتیا یې وښودله.
د مسلحو ځواکونو لوي درستيز ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمير نورو جنرالانو او ارشدو افسرانو سره دا نظامي عملیات له نږدې وکتل او ارزيابي یې کړل.
د مسلحو ځواکونو لوي درستيز وويل،زموږ نظامي عملیات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.
زموږ پيغام د افغانستان ولسونو او دوستانو ته دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډه واوسئ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي.
زموږ پيغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى، موږه ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو،که چيرې د جنګ نه لاس وا نخلۍ له منځه به يوړل شئ.
ستر جنرال محمد ياسين ضياء په نظامي تطبيقاتو کې د ګډون کونکو دفاعي او امنيتي ځواکونو تقدير او ستايينه وکړه.
عبید رادپور

Comments