د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۳ امنیتي پوستې جوړې شوې

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې دننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د خلکو د خوندي او دایمي امنیت د ساتلو په موخه یې ۳لویې امنیتي پوستې جوړې کړې.
د۲۰۱سیلاب قول اردو مصبوعاتي امر ډګرمن هارون یوسفزی وایي،چې نوموړې امنیتي پوستې د چپرهار ولسوالۍ سپین جومات او عبدالرحمان سیمو کې جوړې او ډیر ژر به په کې افغان ځواکونه ځای پرځای کړي.
نوموړی وایي، د یادو پوستو په جوړیدو سره به په چپرهار ولسوالۍ کۍ شته ګواښونه له منځه لاړ شي.
فرهاد شهراني

Comments