د ننګرهار په غني خیلو کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت نه ځایي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په غني خیلو کې چاودنه شوې خو تلفاتو په اړه څه نه وايي.
د ننګرهار رسنیز دفتر نه هندوکش پرس ته په لیږل شوي خبر کې راغلي چې چاودنه د غني خیلو ولسوالۍ د انجونو پر مکتب شوې ده.
د غني خیلو ولسوالۍ ځايي مقاماتو ویلي دي چې پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتي .
د خبر له مخې تردې دمه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسوولیت په غاړه نه دې اخیستې خو په افغانستان ډیرې بریدونه داعشیان او طالبان ترسره کوي چې له امله یې ډیرې بی ګناه خلک وژل کیږي.
فرهاد شهراني

Comments