د ننګرهار په بټي کوت کې پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي چې له تیرې شپې را پدیخواه د ننګرهار ولایت په بتي کوټ ولسوالۍ کې دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې رواني دي.
د ننګرهار امنیه چارواکي وایي، د تیرې شپې ۲ بجو راهسې د بټي کوټ ولسوالۍ په نواقلو سمیه کې د سیمه ایزو پولیسو او او وسله والو ترمنځ نښته راوانه ده.
د ننګرهار امینه قوماندانۍ چارواکي وایي نښته د بیګا شپې راهسې پیل شوې؛ خو تراوسه د جګړې ښکیلو خواو ته د مرګ ژوبلې معومات نه لري.
امنیتي چارواکي زیاتوي د جګړې د مهار کولو او د وسله والو له منځه وړلو او د جګړې د کرارولو لپاره تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.
فرهاد شهراني

Comments