د ننګرهار په بهسودو کې لسګونه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چې دغه شنې خونې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
نوموړي وویل، چې د دغو شنو خونو د جوړولو ۸۵ سلنه لګښت د کرنې وزارت او یوازې ۱۵ سلنه لګښت یې د برخمن شويو کسانو له خوا ورکړل شوی دی.
د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولي دي.
دغه وزارت دغه شان په ننګرهار ولایت کې د مېوه لرونو ونو د نیالګیو کېنولو کمپاین هم پیل کړی دی.
د کرنې وزارت وایې، په ۱۴۰۰ ام مالي کال کې، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوایو کې د سټروسو، املوکو، شفتالو او نورو مېوو دوه زره جریبه بڼونه جوړوي.
ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت، ۷۷ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
فرهاد شهراني

Comments