د ننګرهار وضعیت ارزونې ته پلاوی لیږل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي امنیت شورا د ننګرهار د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته ځانګړی پلاوی استوي.
تیره ورځ مازدیګر مهال د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ننګرهار له یو شمېر مشرانو کتلي او پر امنیتي وضعیت یې خبرې کړي دي.
د ننګرهار قومي مشرانو د دغه ولایت ستونزې او ننګونې د ملي امنیت له سلاکار سره شریکې کړي او غوښتنه یې کړې چې په خوږیاڼو، شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې دې د طالبانو او داعشیانو پر ضد پوځي عملیات پیل شي.
حمدالله محب د ننګرهار قومي مشرانو سره ژمنه کړې چې د دغه ولایت د بشپړ امنیتي وضعیت ارزولو په موخه به یاد ولایت ته ځانګړی پلاوی ولېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments