د ننګرهار له قومي مشرانو د والي غوښتنه!

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي له قومي مشرانو غوښتي چې د کورنیو مشران دې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې فعاله کسان د سولې بهیر سره یو ځای کړي.
والي ګلاب منګل د شینوارو قومي مشرانو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل،چې د دوی کورنیو پورې اړوند د وسله والو مخالفینو په لیکو کې فعاله کسان د سولې بهیر سره یو ځای کړي .
نوموړي وویل: (( هغه وروڼه،چې د پردیو په اشاره یې وسله وال مخالفت پیل کړی،د حکومت غیږ ورته پرانیستې ده،د کورنیو مشران دې د سولې بهیر سره د دوی په یو ځآی کولو کې هلي ځلي وکړي. ))
دننګرهار والي زیاته کړه،هغه کسان چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې دي،موږ یې د اولادونو لپاره د زده کړې زمینه برابرو،ترڅو دوی د ناپوهۍ له امله په تروریستي فعالیت اخته نشي .
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ،چې امنیتي منسوبینو ته یې سپارښتنه کړې،ترڅو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او ان د وسله والو مخالفینو کورونه،چې په کې د دوی اولادونه او د کورنۍ غړي میشت دي،تخریب نکړي
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply