د ننګرهار د وضعیت په تړاو پلاوي څېړنې پیل کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ولسمشر د ځانګړې لارښوونې له مخې د ننګرهار وروستي امنيتي او سياسي وضعيت د ارزونې په موخه د امنيت شورا لومړي مرستيال سليمان کاکړ په مشرۍ يو ګډ پلاوی ننګرهار ته په وراتګ سره څيړنې پيل کړې، چې په ترڅ کې به يې د ننګرهار والي، امنيتي ادارو، علماء کرامو، ځوانانو او مدني ټولنو سره جلا ناستې وشي.
د امنيت شورا لومړي مرستيال او د راغلي پلاوي مشر سليمان کاکړوويل، چې ننګرهار ته يې د راتګ موخه د امنيتي او سياسي وضعيت ارزول او هم به د دې سفرپه ترڅ کې ، ديني عالمانو، قومي مخورو او نورو بيلابيلو بنسټونو سره ناستې وکړي .
یاد پلاوي د خپل سفر پرمهال لومړی د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او پدې ولايت کې د امنيتي ارګانونو له مسئولينو سره د تلې په پنځلسمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ ناسته وکړه او والي هر اړخیز مالومات ورکړل.
منګل زياته کړه پدې وروستيو کې د هيواد او سولې دښمنانو هڅه پيل کړی وه، چې په ننګرها رکې د ملي امنيتي ځواکونو سرښندنې او نورې لاسته راوړنې د ناسمو تبليغاتو پرمټ د ولسونو ذهنونه زيانمن کړي ، چې په خبره يې دوی خپلو دغو شومو موخو ته ونه رسيدل.
ناسته کې د ننګرهار امنیه قومندان وایي، پدې وروستيو کې د ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ لسګونه د بيلابيلو تروستي کړيو پورې تړلي کسان د وسلو او چاوديدونکو توکو سره يوځای نيولي اودقانون منګولو ته سپارل شويدي .
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply