د ننګرهار دیني عالمان: طالبان د افغان حکومت له لوري د اوربند وړاندې شوی شرط ومني

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار دیني عالمان وایي، چې د افغان حکومت له لوري د اوربند وړاندې شوی شرط د ولس غوښتنه ده، چې طالبان یې باید ومني.
دوی ویلي چې طالبان دې د سولې لپاره رامنځ ته شوي فرصتونه له لاسه نه ورکوي، تر څو افغان وژنه بنده شي.
د ننګرهار دیني عالمان وایي، د ټولو دیني عالمانو مسؤلیت دی چې په دې اړه د منبر له لارې پر ښکېلو خواوو د سولې غږ وکړي او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ښکېلې خواوې سولې ته وهڅوي.
د دوی له ډلې مولوي عبدالحق وویل، کلونه کېږي چې په روانو جګړو کې بې ګناه افغانان وژل کېږي چې په خبره یې، ولس نور د ناورینونو زغم نه لري او سوله غواړي.
“کومه سوله چې روانه ده، موږ ورته دعا او ملاتړ ترې کوو او په ټولو افغانانو او طالبانوغږ کوو چې د سولې، امن، یووالي، ورورولۍ لپاره له بعضو شیانو تېر او له خپلو مسلمانانو ورونو سره یوځای شئ، تر څو دا نولس یا شل کاله چې کومې ناخوالې په دې ملک کې تېرې شوې، دې ته د پای ټکی کېښودل شي، د یووالي او ورورۍ پرټغر راټول او په خپل ملک کې ژوند وکړو”
یو بل دیني عالم مولوي الله محمد مجیدي که څه هم په ښکاره ډول د چا یا ډلې نوم وانخیست خو زیاته یې کړه، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د سولې روانې خبرې له خنډ سره مخ کړي، خو پر ښکېلو خواو غږ کوي چې هېڅ کله اجازه ورنه کړي چې څوک د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
دی وایي، د افغانستان ټول ولسونه او خلک سوله غواړي او د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي، خو په خبره یې، ځېنې کړۍ دي چې د خپلو اغراضو او ګټو لپاره د سولې د خبرو د سبوتاژ کولو هڅه کوي او وایي، د افغانانو اراده د سولې په اړه سپېڅلې ده او هیله ده چې درناوی ورته وشي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو امکان رسماً نه دی تائید کړی، په داسې حال کې چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې لسم پړاو خبرې رواني دي.
فرهاد شهراني

Comments