د ننګرهار امنیه قومانداني ویاند: ایراني الاصله داعش مو نیولی.

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت د امنیه قومانداني ویاند رسنیو ته وویل:« افغان امنیتي ځواکونو د تروریستي شبکو ځپلو په موخه څو مودې وړاندې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو چې له امله یې ۵۹ تنه داعشیان مړه او ۳۹ تنه نور زخمیان شوي دي».
نوموړی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو چې د ده بالا ولسوالۍ په احمد خیلو سیمه کې یو ایراني وګړی نیولې چې د داعش ډلې غړیتوب یی درلوده، او دی ده بالا سیمي په اړونده سیمو کې یې تخریبي فعالیتونه ترسره کول». فرهاد – شهرانی
دامنتي ځواکونو تول دغه فعالیتونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغان حکومت د تروریستي دلو او په خانګړي ډوله داعش ډلې له منځه وړلو په موخه د هیواد په ګوت ګوت کې عملیات په لاړه اچولي چې دغو عملیاتو کې د داعش ډلې څه باندې ۸۰۰ تنه مړه له منځه وړل شوي دي.

Comments

Leave a Reply