د نغلو بند ظرفیت لوړ شوی

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان برښنا شرکت وایي، د نغلو برېښنا بند د تولید ظرفیت دوه برابره لوړ شوی دی.
د برښنا شرکت وایي، د توربینونو له ترمیم وروسته د نغلو بند برېښنا تولید له ۵۰ میګاواټو ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شوی.
په دې وروستیو کې مسؤلینو د نغلو بند برېښنا دوه توربینه، بیا رغولي او ترمیم کړي چې دمګړۍ، د برېښنا په یاد بند کې څلور توربینونه فعال او په ساعت کې ۱۰۰ میګاواټه چې ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
د مالوماتو له مخې، د نغلو برېښنا بند څلور توربینونه لري چې د هر توربین تولیدي ظرفیت ۲۵ میګاواټه دی او د څلورو واړو توربینونو د تولید ظرفیت ۱۰۰ میګاواټو ته رسېږي.
اوسمهال د نغلو برېښنا بند سربېره له ماهیپر او سروبي برېښنا بندونو څخه هم کابل ښار ته برېښنا ورکول کېږي چې لومړی د ۵۸ میګاواټو برېښنا او دویم يې د ۲۲ میګاواټو برېښنا تولید ظرفیت لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments