د نظامي چارو شنونکي: له طالبانو پرته القاعده په افغانستان کې فعالیت نشي کولی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د نظامي او استخباراتي چارو یو شمېر څارونکي وايي چې له طالبانو پرته القاعده نشي کولای په افغانستان کې فعالیت وکړي.
د دوی په وینا چې د القاعده د جوړښت لپاره طالبانو زمینه مساعده کړه او که اوس دا ډله له القاعده سره اړیکې پرې کوي نو القاعده شبکه به ونه شي کولای په افغانستان کې فعالیت وکړي.
د پوځي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت وايي القاعده د طالبانو په مرسته وتوانیده چې خپل ټول تروریستي پروګرامونه په ډېر منظم ډول پر مخ یوسي. ښاغلی طاقت زیاتوي:« زه درته وایم چې همدا طالبان و، چې القاعده ته یې په افغاستان او سیمې کې د فعالیت زمینه مساعده کړه، طالبانو پدې برخه د پاکستان له ای اېس ای هم ملاتړ لرلو، یعنې القاعده په غیر مستقیم ډول د هېوادونو په استخباراتي ادارو کې هم ملاتړ تر لاسه کړی، همدا علت و، چې دوی په مصر، او د منځني ختیځ په هېوادونو کې هم ریښې پیاوړي کړې.»
ښاغلی طاقت وايي چې که طالبان اوس له القاعده سره اړیکې پرې کړي، نو د دې ډلې فعالیتونه به په میاشت کې صفر شي.« لکه څه ډول چې طالبانو له القاعده سره د اړیکو د پرېکون ژمنه کړې ده، که همداسې وشي، القاعده د افغانستان په جغرافیه کې فعالیت نشي کولای، دوی زموږ په خلکو کې هېڅ نفوذ نلري، که طالبانو ملاتړ نه وي د القاعده لپاره افغانستان هېڅ ښه ځای ندی، دوی به کوشش وکړي د منځني ختیځ هېوادونو کې خپل حضور پیاوړی کړي.»
د پوځي چارو یو بل کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل هم ورته خبره کوي:« القاعده ډله چې نړیوال تروریزم تشکیل کوي، په افغانستان ورته جغرافیه نه ده برابره چې دایمي د ترهګرو مرکزونه پکې ولري او دوام وکړي. دا ډله چې اکثریت جنګیالي یې بهرنیان دي، هیڅکله د افغانستان په جغرافیه کې نه شي چلیدلی، خو دا چې ځینو سیمو کې طالبان ورسره همکاري دي، په افغانستان کې یې شپې ورځې تیریږي. له القاعده ډلې سره اکثره جنګیالي د هغو هېوادونو دي چې نه پراخه اوبه لري، نه غرونه او نه هم ځنګلونه لري، خو په افغانستان کې د جګړې جغرافیه اکثره وخت غرونه او ځنګلونه وي.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments