د نشه یې توکو قاچاق کوونکي او پرچون پلورونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو د پلټنو پر مهال د نشه یې توکو دوه تنه قاچاق کوونکي او دوه نور پرچون پلورونکي ونیول .
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونمل حضرت حسین مشرقیوال وایي،پولیسو د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمرخیلو سیمه کې د پلټنو پر مهال په یو عراده سراچه موټر کې ځآی پر ځای شوي ۱۸ کیلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړل.
هغه زیاته کړه،دوه تنو قاچاق کوونکو غوښتل چې یاد توکې د غني خیلو ولسوالۍ مارکو بازار ته ولیږدوي،چې له یادو دواړو کسانو سره یو ځای ونیول شول .
د نوموړي په وینا پولیسو همدا راز د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۲۵ ګرامه هیروینو د پلور په تور دوه تنه پرچون پلورنکې ونیول،چې ټول نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply