د نشه یي توکو قاچاق په تړاو ۷۰۸ قاچاق وړونکي نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو دفتر نه په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې په تیرو درییو میاشتو کې نشه یي توکو قاچاق په تړاو ۷۰۸ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.
راپور زیاتوي چې فساد سره د مبارزې معینیت په تیرو درېیو میاشتو کې ۴۸ ټنه نشه‌ يي توکي نیولي دي.
د یوناما په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې دا نیول شوي مواد د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جون میاشتې له لومړۍ بیا د اګسټ تر ۲۶ نېټې پورې، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو له خوا په ۶۲۹ بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال د هیواد په ځینو ولایتونو کې نا امني له امله د نشه یې توکو کښت ډیر شوې خو په وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګرو شپني او ورځني عملیاتو کې د نشه یې توکو ډیرې قاچاق وړونکي او توکي نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply