د نشه یي توکو قاچاق په تور تیره اونۍ ۷۰ تنه نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت په ځانګرو عملیاتو کې ۷۰ تنه بیلا بیلو ولایتونو کې نیولې دي.
دغه څرګندونې مهدي کاظمي د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت ویاند وکړې.
نوموړي وویل دا ۷۰ تنه له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو د څو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تر سره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: څنګه چې د کال روان موسم د نشه يي موادو د تولید وخت دی، نو ځکه د دوی د ځواکونو ټول پام د پوډرو کارخانو ورانولو او هغو قاچاق وړونکو نیولو ته اړولی چې توليد شوي نشه يي مواد رانيسي.
دا په داسې حال کې ده چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي وو چې سږکال یې د مخدره توکو قاچاق وړونکو پر وړاندې ځانګړي پروګرامونه لاس کې نیولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply