د نسکو سوپ

comments 0

لازمي توکي:
غوړي ـ ۴ قاشوغې
پیاز ـ دوه دانې
اوږه ـ درۍ غوزې
اوبه ـ د اړتیا په اندازه
زرد چوبه ـ یوه قاشوغه
روب ـ یوه قاشوغه
چکن ستوک ـ دوه عدده
پالک: یوه ګېډۍ
عدس : دوه پیالې
مالګه : د اړتیا په اندازه
کرفس : دوه عدده
تور مرچک : یوه قاشوغه
لیمو : نیم دانه
د پخولو طریقه :
لومړی دېګ په حرارت باندې ږدو او غوړي پکې اچوو وروسته د غوړیو له سره کېډو پیاز پکې اچوو او تر هغې یې پرېږدو تر څو د پیازو رنګ ګلابي شي وروسته اوږه هم پکې اچوو او له سره کېدو څخه وروسته نیم ګېلاس اوبه ، زرد چوبه ، رب ، او چکن ستوک پکې اچوو او د یوې دقیقې لپاره یې ږدو ترڅو دا توکي ښه سره شي .
وروسته له یوې دقیقې ټوټه شوی پالک سره له دوه نیم ګیلاسه اېشېدلو اوبه پکې اچوو وروسته له هغې عدس یا نسک هم پکې اچوو او د شلو دقیقو لپاره یې ږدو تر څو ښه سره وخوټیږي ، وروسته له اېشېدو که چېرې نسک نرم شوي نه وو نو کولای شو نورې اوبه هم ور اضافه کړو او ورسته له نرمېدو تور مرچ ورسره اضافه کوو او نوش جان کوو یې

Comments

Leave a Reply