د نجراب په ولسوالۍ کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوول

comments 0

هندوکش_کاپیسا:د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي چې په نجراب ولسوالۍ کې یې ۲۵ طالبان وژلي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو د برخې مسؤل عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه د یولس نیمو بجو خوا ته د فرخ شاه پر دره حمله وکړه چې په ځوابي برید کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه‌یې ټپیان شول.
د ښاغلي شورش په وینا د دې جګړې پر مهال څلور تنه افغان ځواکونه او دوه ملکیان هم وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
دا په داسی حال کی دی چی په دوه میاشت کی شاو خوا ۲۰۰۰۰طالب وسلوال د پاکستانیانو په شمول وژل شوی دی.
عبید رادپور

Comments