د ناکامورا کورنۍ له ولسمشر غني سره ولیدل

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ناکامورا مېرمن او لور په ارګ کې له ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن رولا غني سره لیدلي
په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني خیریه کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا کونډه او مشرۍ لور ‘جمعه ۶ دسمبر ‘ افغانستان ته رسېدلې دي چې د ده مړى له ځان سره يوسي.
دی او پنځه افغان ساتونکي يې نامعلومه وسله والو چهارشنبه په يو وسله وال بريد کې جلال اباد کې ووژل.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د ناکامورا له کونډې او لور سره په لیدنه کې له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړې، د دغه وژل شوي خیریه کارکوونکي د خدمتونو ستاینه کړې، د هغه وژل کېدل یې یوه لویه فاجعه بللې ده.
خبر پاڼه د ولسمشر غني له قوله زیاتوي چې ټول افغانان د دغې پېښې له کبله غمجن دي.
ولسمشر غني وايي، افغانان ډاکټر ناکامورا ته د افغانستان د یوه ستر شخصیت په سترګه ګوري او کورنۍ یې د افغانانو په زړونو کې ځای لري.
د مرستندويې ټولنې د دغه مشر وژل کېدو په افغانستان او نړۍ کې پراخ غبرګونه لرل.
۷۳ کلن ناکامورا پر سینه ښۍ خوا ته ویشتل شوی و چې له برید ورسته سم لاسي روغتون ته وړل شوی و او بګرام ته د لېږدولو پرمهال یې د جلال اباد هوايي ډګر کې یې سا ورکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments