د ناټو ځواکونو پوځي حضور د پایدارې سولې پورې ده

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، له افغانستان د ناټو وتل په دغه هېواد کې دایمې سولې سره تړلي دي.

د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه ویلي، له افغانستان د ناټو ځواکونو وتل په دې پورې تړلي دي چې افغانان په خپل منځ کې سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

نیکولاس کې ویلي، داسې جوړجاړی چې تلپاتې سوله راولي، ناټو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان بیا د ترهګرو پټن ځای نه ګرځي.

د ناټو ملکي استازي ویلي، دوی او امریکا افغانستان ته په ګډه راغلي او د ناټو په چوکاټ کې ګډ کار کوي او کله چې وځي هم یو ځای به وځي.

د هغه په خبره ، افغانستان کې د ناټو ماموریت موخه روښانه ده او هغه دا چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments