د ناټو ملکي استازی: افغانستان په هېڅ صورت یوازې نه پرېږدو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتیکورو سره کتلي دي.
له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې ليدنه کې د ناټو ځواکونو د منظم انتقال لپاره په ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
د سرچینې په خبره په دې لیدنه کې پونټیکورو له افغانستان څخه د ناټو سرتېرو له وتلو وروسته هم له یاد هېواد سره د اړیکو پر پراختیا او دوامداره مرستو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ناټو به هیڅ وخت افغانستان په سختو حالاتو کې پرېنږدي.
وروسته له هغې، چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه په ډاګه شوه؛ دا لومړی ځل دی، چې د ناټو ملکي استازی افغانستان کې د ملي امنیت سلاکار سره د ناټو سرتېرو پر وتلو خبرې کوي.
باید یاده شي، چې اوس مهال له افغانستان څخه په رسمي ډول د بهرنیو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې، چې تېره پنج شنبه ۱۰۰ امریکايي سرتېري په یوه الوتکه کې ولېږدول شوو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments