د ناټو عمومي سرمنشیي وایي، په افغانستان کې د دوامدارې سولې راتګ د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ممکنه ده

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې ملي پروسې څخه ملاتړ کوي او په یاد هېواد کې واقعي سولې ته د رسیدو لپاره یواځیني لار د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی.
نوموړی وایي، د امریکا متحده ایالاتو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړه لیک څخه ملاتړ کوي او نوموړی تړون یې د سولې په پروسه کې یو مهم ګام بللی دی.
د ناټو عمومي سرمنشي زیاتوي،د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې ملي پروسې د ملاتړ ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې ته ملاتړ دوام ورکوو،ترڅو افغان ځواکونه وکولای شي په افغانستان کې سوله او امنیت راولي.
نوموړی زیاتوي،چې په افغانستان کې ستونزې او لاسته راوړنې زیاتې اولاملونه یې هم زیات دي،خو په افغانستان کې ترټولو مهمه لاسته راوړنه دا ده، چې مونږ اوس یو پیاوړی افغان پوځ لرو او دوی کولای شي،د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments