د ناټو عمومي سرمنشي په افغانستان کې د سولې په تړاو رامنځته شوي وروستي پرمختګونه ستایلي دي

comments 0

هندوکش ـ امریکا: د ناټو دغړو هېوادونو عمومي سرمنشي اینس استولنتنبرګ وايي، چې په افغانستان کې دسولې په تړاو رامنځته شوي ورستي پرمختګونو په تړاو یې له ولسمشرغني او د ملي مصالحې له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.
نوموړي په يوه ټويټ کې دجګړې په دواړو لورو غږ کړي، چې دسولې په تړاو رامنځته شوي فرصت څخه لازمه استفاده وکړئ.
ښاغلي اینس استولنتنبرګ ویلي، د ناټو غړي هېوادونه به په افغانستان کې له افغان حکومت سره دترهګرۍ په له منځه وړلو او دسولې په ملاتړ کې هیڅ ډول مرسته ونه سپموي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالب وسلوالو او افغان حکومت ترمنځ لومړني مذاکرات راتلونکي شنبه د ا اګسټ په ۱۶ نیټه دقطرپه مرکز دوحه کې پیل شي.
فکور نعیمي

Comments