د ناوې او زوم موټر کې ځای پر ځای شوی ماین کشف او شنډ شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د یوې ناوې او زوم موټر پر نښلول شوی ماین کشف او شنډ کړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې اړه وویل: “متاسفانه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د واده جوړې موټر پسې چسپکي ماین نښلول شوی و. خوشبختانه ملي امنیت ځواکونه دا ماین کشف خنثی او په دې سره د دې واده د جوړې ژوند وژغورل شو او د ترهګریزې پېښې مخنیوی وشو.”
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم په خپل فیسبوک افغان ځواکونه ستایلي چې د یوې ناوې او زوم ژوند یې په دې کار سره وژغوره.
له دې مخکې مقناطیسي ماینونه اکثر د افغان خبریالانو، مدني فعالانو، چارواکو او مخورو خلکو د هدف ګرځولو په خاطر د هغوی په موټرو پسې وسلوالو طالبانو نښلول.
دا چې طالبانو د جګړې د تکتیک په بدلولو سره په دې وروستیو کې هدفي وژنې د مقناطیسي ماین چاودونو په مټ کوي.
فرهاد شهراني

Comments