د ناهیلیو د له منځه وړلو لپاره ۷ ګټورې لارې / جاوید امېري

comments 0

له دې اوه تکتیکونو څخه په ګتې کولای شئ د ژوند ډېرې ستونزې مو حل او نا هیلۍ مو په هیله مندیو بدلې کړئ!

۱- له ځانه وپوښتئ پدې شرایطو کې کومه چاره باید ترسره کړئ ؟
حتی کوم وخت چې فکر کوئ هېڅ یو کار ستاسو له وسې ندی پوره ، په ځیر فکر وکړئ باور ولرئ یوه لاره به ومومئ ،چې مرسته در سره وکړي ، اوس څنګه کولای شئ له موندل شوې لارې ګټه واخلئ ددې پوښتنې په رابرسېره کېدو په اطمینان سره تاسو خپل ځان منفي فکر کولو چې واقعا ناهیلۍ منځ ته راوړي ژغورلای دئ ، په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ، په دې توګه تاسو هغه لاره موندلې چې تاسو یوې پایلې ته رسوي ، او هغه لاره تاسو ته ښيي چې وکولای شئ له نا هیلیو ځان وساتئ.
هر هغه کار چې په بریا یې تر سره کوئ له ځان سره یاداښت کړئ ، که دا کار هره میاشت په تکرار ترسره کړئ هغه وخت به متوجه شئ چې د یوې میاشتې په موده کې مو څومره پرمختګ کړی دئ .

۲-خپل یادښتونه له ځان سره وساتئ!
هر هغه کار چې په بریا یې سرته رسوئ ، له ځان سره یاداښت کړئ په ډېره لږه موده کې به د خپلو بریاوو کچې ته حیران شئ
له یوې مودې ورسته د خپلو یادښتونو لېست ته کتنه وکړئ وګورئ چې په کومه برخه کې ډېر ځلېدلی یې ، په همغو ټکو ډېر تمرکز باید وکړئ دا کولای شي ستاسو نا هیلي په هیله مندۍ بدله او پرځان باور مو پیاوړی کړي.

۳-د خپلو هیلو په لاسته راوړنې ډېر تمرکز وکړئ!
خپل اصلي هدف په خپل ذهن کې مجسم کړئ ستاسو د خوښې پایله کومه ده ؟کله کله زمونږ چارچاپېره دومره ستونزې راولاړې شي چې د ژوند اصلی موخه او هدف درنه هېروي، خو که پام وکړئ زمونږ نیمایي ستونزې پدې نه ارزي چې خپل ذهن پرې بوخت او خپل وخت پرې ضایع کړو ، هڅه وکړئ څومره چې کولای شئ ددې پوښتنې له پوښتلو ډډه وکړئ چئ ( ولې داسې وشول؟ ) ځکه چې ددې پوښتنې مطرح کول تاسو تېر وخت ته ورګرځوي او ستاسو د ستونزې د حل لپاره هېڅ لاره نشي درپه ګوته کولای هغه پوښتنې چې تاسو یې باید له ځانه وپوښتې دادي :
دا ځل د کومې پېښې انتظار باید وکړم؟
ددې لپاره چې بیاځلې له ستونزو سره لاس او ګریوان نشم ، څه چاره باید وکړم ؟

۴- د حل ګڼې لارې چارې
تاسو همېشه د حل لپاره څو ټاکنې لرئ ، یوازې بسنه کوي په ګڼو لارو تمرکز وکړئ او په خپل ذهن کې ځای ورکړئ خپل ځان ته ووایئ د پېلګې په توګه زه باید د خپلې ستونزې د حل لپاره ۷ لارې پیدا کړم .
یوازې پدې مطلب پوهېدل چې باید ګنې لارې پیدا کړم له تاسو سره مرسته کوي چې یو غوره احساس ولرئ او د منفي فکر کولو پرځای د مثبت فکر کولو په لوري روان شئ .‎

۵- د عمل زوی واوسه !
تاسو هغه مهال چې ناهیلیو ته رسېږئ او خپل لومړنی شور او هیله مندي له لاسه ورکوئ او نور نه غواړئ د یوې موضوع د حل په اړه فکر وکړئ او کومه ستونزه چې ورسره لاس او ګرېوان یې حل یې ناشونی دئ ،جالبه به ښکاري چې پداسې وخت کې د څه په لټه کې یاست تاسو غواړئ پداسې وخت کې ددې ستونزو څخه ځان وباسئ ، د بېلګې په توګه ښآیي تاسو به پدې وخت کې د یوه تفریحي سفر غوښتنه لرئ ، مګر آیا پوهېږئ توماس ادیسون وایي ( ډېری هغوی چې ماتې یې خوړلې داسې کسان دي چې دې ته یې پام نه دئ چې دوی څومره بریا ته نېږدې شوي دي

۶- د مثبتې پایلې ننداره وړاندې کړ‎ئ
غوره داده هغه وخت چې په ناهیلۍ ، منفي ببافۍ ، ډار او اندېښنو ضایع کوئ پرمثبت فکر کولو یې ولګوئ !د سپورټ نړۍ ډېری اتلان ځانونه داسې ښکاروي چې دوی هېڅ کوم عیب او کمی نلري او کولای شي مسابقه وګټي ، ددوی په ذهن کې د ماتې لپاره هېڅ ځای نشته .

۷- مثبت پاتې شئ !
ډېری وخت هغه څه چې په سترګو بد راته ښکاري دومره بد نه وي ، ځینې څیزونه بیا بدتر تر هغې دي چې مونږ یې په لومړیو کې وینو ، یوازېنی دلیل دادئ چې مونږ خپله ستومانه یو ، او د ذهني پلوه دا تیاري نلرو ، لږ استراحت ، شوخ طبعي له تاسو سره مرسته کوي دا احساس په چټک ډول له منځه ځي او تاسو بیا ځلې عادي حالت خپلوئ .
یو پرانېستی ذهن ډېر په چټکی کولای شي بېلابېلې لارې ومومۍ ، مګر یو ستومانه او ناهیلی ذهن نشي کولای ګټه یې څه ده ؟؟
نو هیله مند واوسئ !

Comments