د م.م امنیت شورا: افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغانستان کې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو وژنه او روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسې سره سم د طالبانو له لوري د ملکي وګړو په نښه کول او وژنه ډېره شوې، چې دا یو ستر بشري جنایت دی.
یادې شورا په بغلان کې د طالبانو له لوري د ماین پاکوونې «هلو ټرسټ» موسسې کارکوونکي په نښه کول بشري جنایت ګڼلی او ویلي یې دي، چې عاملینو ته یې باید درنه سزا ورکړل شي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان باید د بې ګناه ملکي وګړو وژنو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې خبرې دې پر مخ یوسي.
د یادونې وړ ده، طالبانو ویلي، چې افغانستان کې به تر هغه وخته خپلو بریدونو ته دوام ورکوي؛ ترڅو چې له یاد هېواد څخه بهرني سرتیري نه وي وتلي.
باید یاده شي، چې د طالبانو له لوري پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د طالبانو په ماین چاودونو او بریدونو کې د ملکي وګړو د وژنې خبرداری ورکول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments