د مېرمنو د حيض او بې خوبۍ تر منځ اړيکي

comments 0

يوې څېړني ښودلې ده چي نژدې ٦٠% هغه مېرمني د خوب د مشکلاتو سره مخ دي چي حيض يا هم مياشتانه مريضي ورته راځي. موږ په دې موضوع کي پر دې بحث کوو چي د يادي پېښي سببونه او علايم څه شي دي او څنگه کولاى سو چي د حيض په دوران کي د بې خوبۍ څخه مخنيوى وکړو: هغه سببونه چي د حيض په دوران کي د بې خوبۍ سبب کېږي:
هورموني تغيرات: د حيض په دوران کي د ښځي بدن په کمه اندازه استروجن او پروجسترون افرازوي. دا هورمونونه د تناسلي سايکلونو د سمبالولو ترڅنگ د انسان پر خوب باندي تاثير کوي او د خوب پر مهال باندي گډوډي رامنځته کوي.
تشويش کول: د حيض يا مياشتانه مريضي پر مهال اکثره مېرمني د کورتيزول هورمون د زيات افراز له کبله ډېر تشويش کوي. د کورتيزول هورمون بې تناسبه اندازه کولاى سي چي د انسان په عصبي سيسټم باندي تاثير وکړي چي هغه بيا د زړه د حرکاتو د زياتوالي باعث گرځي چي په دې وخت کي انسان ته د خوب کولو په وخت کي د وارخطايۍ احساس ورپيدا کېږي.
ناڅاپه د گرمۍ احساس: زياتره مېرمنو ته د حيض پر مهال په ناڅاپي ډول د گرمۍ احساس پيدا کېږي چي په دې حالت کي په وار وار د انسان پر بدن باندي خولې راځي چي په شپه کي خوب کولو کي مشکل رامنځته کوي.
د ژوند واقعات: کله چي مېرمن د حيض دورې ته ورسېږي، نو د دوى په ژوند کي همېشه ځيني نور فکتورونه وي چي د تشويش او اندېښنې سبب کېږي. د داسي حالاتو سره د مبارزې گټوره لاره واده کول دي او يا هم تشويش يو خواته پرېښودل او په اړه يې هيڅ فکر نه کول دي. دا ځکه چي داسي حالات د څرگند تشويش سبب کېږي او د شپې پر مهال انسان ويښ ساتي.
د خوب خونه مو ارامه، تاريکه او يخه وساتئ
د خوب خونه مو ارامه، تاريکه او يخه وساتئ
نښي او علامې:
ژر خوب نه راتلل
سهار وختي راکښېنستل
په خوب کي په تکراري ډول گډوډي او د بيا خوب کولو نه احساس
سهار د خوب څخه د راويښېدو څخه وروسته د ستړيا احساس کول
د مخنيوي لاري چاري:
پس له غرمې د خوب کولو څخه ځان ساتل
د خوب کولو څخه مخکي يو گيلاس شيدې څښل
د خوب کولو څخه مخکي په تودو اوبو باندي لمبېدل
په منظم ډول تمرين کول، مگر د ورځي په سر کي، نه بسترې ته د ورتللو په وخت کي
نرم او استراحت کوونکي د خوب کالي اغوستل
هره شپه پر يوه وخت خوب کول او هره ورځ پر يوه وخت راکښېنستل
د خوب خونه مو ارامه، تاريکه او يخه وساتئ
د ډېر وختي راکښېنستلو هڅه مه کوئ
داسي غذاوي نه خوړل چي په هغوى کي د رنگ او يا خوند پوډر کار سوی وي.
تداوي:
که چېري پورته ذکر سوي نقاط ستاسو سره مرسته ونه کړي، نو بيا د يو ډاکټر سره په تماس کي سئ. ځيني ډاکټران د خوب د گوليو توصيه کوي او ځيني بيا د دې کړني سره په ټکر کي دي او د خوب گولۍ نه ورکوي. په ځينو حالاتو، که چېري د حيض نښي نښانې نه زغمېدونکي وي، نو ډاکټران مريض ته Hormone Replacement Therapy(HRT) کوي تر څو د مريض د خوب مشکل حل سي. همدا رنگه کېدا ى سي چي ډاکټران د Antidepressant دواوي هم مريض ته توصيه کړي چي هغه هم د حيض د نښو نښانو په کمولو کي مرسته کوي.

Comments