د میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 363 ماشومان خپل ځان له لاسه ورکړې

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، اوس مهال شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان په ښوونځيو کې له زده کړو څخه بې برخې دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو باندې د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي، چې دا کار د اندېښنې وړ دی.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت په اړه په یو نوي راپور کې افغان ماشومانو ته په ورپیښو ګواښونو ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې په وسله والو نښتو کې ۳۶۳ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په مرکزونو په بریدونو کې په زیاتوالي باندې ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې یوازې په یوه میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د ښوونې او روزنې په مرکزونو دوولس بریدونه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments