د میرمنو لپاره ۵۰۰ د چرګانو فارمونه جوړ شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار : د ننګرهار په کامې او بهسودو ولسوالۍ کې د میرمنو لپاره ۵۰۰ د چرګانو فارمونه د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په ختیځ زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسول رحمت ګل سیرت صافي وویل؛ یاد ۵ سوه فارمونو کې۱۵ زره چرګان ځای په ځای کیږي چې د ورځی ۱۳ زره هګۍ تولیدوي چې د ښځینه وو، د اقتصاد د پیاوړتیا سبب کیږي.

نوموړي وویل، چې د  (بسیو) په نوم کمپنۍ د یادې پروژې تطبیقونکې اداره ده او په ګډه به یی تر ۱۵ میاشتو پورې څارنه کوي.

ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وایي، هری ښځینه ګټه اخیستونکې ته ۳۰ دهګۍ چرګې، د خوراکۍ دانه، جالۍ، دروازه، اب خوری، دانه خوری، د اوبو ذخیره، ویټامین، ګلوکوز او انتي بیوتیک شامل دي ورکړل شول.

فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply